IQNA

 د ؛رمضان ؛ معنا څه ده؟

12:19 - March 17, 2024
د خبر لمبر: 3488893
ایکنا - د رمضان میاشت یوه قمری میاشت ده چې د شعبان او شوال ترمینځ واقع شوې چې  په روایتونو کې د خداوندمتعال یوه نامه ګڼل شوې ده.

د رمضان کلمه د ؛ ر م ض ؛له ریښې او د هغه جمع  رمضانات او ارمضاء دی.رمضان د سختې تودوخې په معنا دی او وئيل شوي دي، لکه څنګه چې د میاشتو د نامې کیښودلو پهوخت،دغه میاشت ډیره  په ګرمئ او سختې تودوخې  کې وه، نو  دغه ورته غوره شوه.

 البته د طبري په څير ځیني مفسرانو د«شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِي أُنْزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدًى لِلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِنَ الْهُدَى وَالْفُرْقَانِ»(بقره: ۱۸۵) په آیت کې د جبر مجاهدینو له قوله وئيلی دي،چې رمضان احتمالا دخدای یوه نامه ده او  ددغې میاشتې رمضان نومول دتودوخې له ډیروالي سره هیڅ ارتباط نه لري.

ددغې میاشتې د نومولو لپاره یوه بله معنا  هم شمیرل شوې ده،ددې په شان چې رمضان له ؛رَمَض الصائم ؛ څخه اخستل شوې  نامه ده،  دهغه وخت په معنا چې  د روژې ساتې  په وخت د تندې د زیاتیدا له امله ګرَمیږی، ځیني نور په دې اند دي،رمضان،له ارماض څخه یعنی د اور اخستو په معنا دی، ځکه په دغې میاشتې کې  ګناهانې په صالحو عملونو سره سوځول کیږي او له مینځه ځي؛ یو شمیر نورو هم بیان کړې ده چې رمضان له رمضاء څخه اخستل شوې ده، یعني د ګرَم کاڼي په معنا ده،ځکه زړونه د آخرت په باب کې  له موعظې او تفکر څخه تیریږي،له لمر څخه د رمَلو  او کاڼو د سوځیدا  په څير ګرَم.

ځینو نورو هم وئيلي دي ، رمضان  له ؛رمضت النصل ؛ څخه  اخستل شوی  او د دوو کاڼو پخپلو کې  په جنګولو سره د تورې د تیروَلو په معنا دی او په دې دلیل  دغه میاشت رمضان نومول شوې ده چې په  دې کې عربان خپلې وسلې تیروي څو  په حرامو میاشتو کې  له داخلیدا مخکې په شوال میاشت کې جنګ وکړي. ددغې میاشتې نامه د جاهلیّت  په پړاؤ کې ناتق  وه  او جاهلو عربو هم  دا لویه  میاشت  ګڼله .  ثمود قوم هم  رمضان میاشت ته دیمر وئيل او دهغوي کال هم په رمضان سره پیلید.

captcha